د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د قانون حاکمیت او حکومتولۍ د برخې پلټنې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات، د فورنزیک او ځانګړې پلټنې برخې رییس ښاغلي مفتي فضل الحق قاسمي، او د عوایدو دپلټنې ریاست پلټونکي ښاغلي مولوي محمد افسر مجاهد ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۱۳ نېټه، په پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي مولوي سردار احمد شکیب، نورو ډیپلوماټانو او کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په هېواد کې دننه او له هېواده بېرون د امارتي ادارو د پلټنې په بهیر او له بیت المال څخه د ساتنې په موخه د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مسوولینو د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او پلټنه یې د هغوی له کړنو څخه د حساب ورکونې په برخه کې اړینه وبلله او په دې بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.