د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د عملکرد او چاپیریال ساتنې د پلټنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې امر ښاغلي سهراب وردګ ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۷ نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي فضل محمد حقاني او نورو مسوولینو سره د پلټنې پا غونډه جوړه کړه.
ناسته کې ښاغلي مولوي نورحیدر وویل: د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو د اصلاحي سپارښتنو او موندنو په پلي کولو سره ادارې کولای شي د خپلو چارو او کړنو ښه والي ته ورسیږي، له همدې امله مونږ په دې بنسټ کې پلټنه ترسره کړه، اوس له تاسو هیله لرو، چې د خپلو کړنو د ښه والي په موخه زمونږ د پلاوي موندنې او سپارښتنې عملي کړئ.
وروسته ښاغلي احمد شکیب ستاري او سهراب وردګ د پلټنې په اړه اړینې لارښوونې وکړې او د پلټنې راپور د مسودې یوه کاپې یې په تهران کې د اسلامي امارت مسوولینو سره د هغوی د نظر اخیستلو په پار شریکه کړه.
پای کې په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي فضل محمد حقاني د پلټنې عالي ادارې له پلاوي مننه وکړه، او د دې ادارې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنه یې وکړه.