د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په ملي دفاع وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پلټنې ډلې امر ښاغلي مولوي محمد افسر مجاهد او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۵ نېټه، د ملي دفاع وزارت سر پلټونکي ښاغلي الحاج مولوي لطیف الله حکیمي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته دقرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي محمد غازي جریر د پلټنې په ډولونو، موخو او د پلټنې عالي ادارې په صلاحیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې. مولوي محمد افسر مجاهد بیا د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د پلټنې په بهیر او حساب ورکونې معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د روڼتیا رامنځته کول او له فساد سره مبارزه د پلټونکو د چارو لومړيتوب دی.
پای کې ښاغلي الحاج مولوي لطیف الله حکیمي د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.