د پلټنې عالي ادارې پلاوي په اريانا افغان هوايي شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د بهرنيو مرستو د پلټنې ریاست رييس ښاغلي مولوي صديق الله عزيزي، د عوايد د پلټنې ریاست آمر ښاغلي مولوي محمد انورالحق او نورو غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال په ۶ نېټه د اريانا افغان هوايي شرکت مالي او اداري معاون ښاغلي حاجي احمد آغا، د یاد شرکت تجارتي معاون احسان الله احسان او نورو مسوولينو سره په ياد شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې د بهرنیو مرستو د پلټنې ریاست رييس ښاغلي مولوي صدیق الله عزيزي په خپله وينا کې وویل: پلټنه په اداراتو کې د اصلاح راوستلو لپاره اړینه ده، که چېرې پلټنه په ادارو کې نه وای، هرې ادارې به په خپله خوښه دنده مخ ته وړله. همدارنګه نوموړي د یاد شرکت د مسوولینو لخوا د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.
وروسته بیا د اريانا افغان هوايي شرکت مالي او اداري معاون ښاغلي حاجي احمد آغا د پلټنې عالي ادارې څخه راغلي پلاوي ته په خورا درنښت هرکلی ووايه اوزياته يې کړه: ستاسې غوښتنو ته لبيک وايو او د پلټنې په برخه کې هراړخيزې همکارۍ ته اماده يو.
په پای کې د پلټنې پلاوي آمر طارق عزيز صديقي د راپور مسودې يوه کاپي د ياد شرکت له مسوولينو سره د هغوی د نظر وړاندې کولو لپاره شريکه کړه.