د پلټنې عالي ادارې ګومارل شوي پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په شپاړلسمه ناحیه کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي کوله، ورسره مل پلاوې د کابل ښاروالۍ د شپاړلسمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي محمدعارف کمالي او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان میاشتې په ۵ نېټه د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي د ښاروالیو د پلټنې رییس په خپلو خبرو کې د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: خوښ یم، چې فرصت لاس ته راغلی، چې په شپاړلسمه ناحیه کې د قانون او مقرراتو پلټنې موندنې او سپارښتنې چې د پلټونکو له لوري ترلاسه شوي سره شریکوو، چې د کارونو د لاښه والي سبب شي.
ورپسې ښاغلي مولوي محمدعارف کمالي د شپاړلسمې ناحیې رییس د پلټنې ټیم د هڅو او کوښښونو مننه وکړه او زیاته یې کړه: نظامونه هغه وخت بریالي او دوامداره کیږي، چې د هېواد له کورنیو عوایدو ګټه واخلي چې دا چاره د هېوادونو د پرمختیا سبب کیږي.