د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ مسلخ دولتي شرکت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۵ نېټه د مسلخ دولتي شرکت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي رحمت الله عباس او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د مسلخ دولتي شرکت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د یاد شرکت له مسوولینو یې وغوښتل، چې د پلټونکو اصلاحي سپارښتنې او موندنې دې عملي کړي.
پای کې د مسلخ دولتي شرکت مسوولینو په یاد شرکت کې د پلټنې عالي ادارې د پلټنې ډلې له ګټورو هلو ځلو مننه وکړه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدا ژمنتیا یې څرګنده کړه.