د پلټنې عالي ادارې کارکونکو ته د کمپیوټر ايکسل پروګرام ښوونیزه لړۍ پیل شوه
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د دې ادارې کارکونکو ته د کمپیوټر ايکسل پروګرام ښوونیز کورس د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۸ نېټه، د دې ادارې په ښوونیز مرکز کې جوړ شو.
د دې پروګرام د پیل په وخت کې د مسلکي وړتیا لوړونې رییس ښاغلي سیدرحمان رحمان وویل: ایکسیل یوه ټولیز او د ډېرو وړتیاوو لرونکی پروګرام دی، چې د پلټنې په بهیر کې د حساب په موخه له پلټونکو سره مرسته کوي، له همدې امله یاد ښوونیز پروګرام به ۹ کاري ورځو کې کارکونکو ته تدریس شي.
د ناستې په دوام د دې ادارې یوه ښوونکي ښاغلي مزمل جواد د دې پروګرام موخه د ادارې کارکونکو او پلټونکو ته د هغوی د محاسبوي ستونزو حل یاده کړه.
د ښوونیز پروګرام ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ له مقامه مننه وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د هغوی د پرمختګ په پار ګټور وبلل.