د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه، د کابل ښار د پوهنې رییس ښاغلي قاري عبدالباسط حقاني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي په ادارو کې د پلټنې بهیر د ترسراوي په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د پلټنې عالي ادارې په صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، یاد پلاوي د کابل ښار د پوهنې ریاست له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې د کابل ښار پوهنې ریاست مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ او ژمنه یې وکړه چې له پلټونکو سره به د پلټنې په بهیر کې هر اړخیزه همکاري وکړي.