دپلټنې عالي ادارې او د(ACCA) نړیوال بنسټ ترمنځ دهمکاریو تفاهم لیک
دخوښۍ ځای دی چې د پلټنې عالي ادارې د(ACCA) له نړیوال بنسټ سره د۱۴۰۰لمریز کال د غویي د میاشتې په14نیټه، د ښاغلی سید بلال هاشمي، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او آغلې لوسیا ریل مارتین ترمنځ د همکاریو د یادښت تفاهم لیک لاسلیک شو.
ددې یاداښت مهم ټکي د پلټنې عالي ادارې د کارکوونکو د وړتیا لوړوالی، د ګډو څیړنو ترسره کول او د یوکلنۍ CPSAمسلکي برنامې ګډون والو لپاره د معافیت سرټیفکیټ ورکول دي.