د اداري سرغړونو او جرمونو د تشخیص او د تفکیک په اړه زده کړه ئیزه برنامه
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست د خپل کلني پلان سره سم د اداري سرغړونو او جرمونو د تشخیص او د تفکیک په اړه زده کړئیزه برنامه د پلټنې عالي ادارې رئیسانو، آمرینو، پلټونکو او د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلټونکو لپاره چې په ټوله کې ۴۹ تنه کیږي، د پلټنې عالي ادارې په مقر کې پرانیسته.
یاده برنامه د دواړو ادارو د پلټونکو د وړتیا لوړوالي په موخه په لاره اچول شوې چې نن دوشنبه د۱۴۴۳ قمري کال د شوال میاشتې په 21نیټه،پېل او تر شپږو ورځو پورې به دوام ولري.