دپلټنې عالي ادارې د دفتر رئیس معرفی شو
ښاغلی محمد شاکر حبیب یار د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ نن سه شنبه د۱۴۰۰لمریز کال د وری په ۱۷نیټه، د ښاغلي فضل هادي فضل، د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال او ښاغلی سید بلال هاشمي، د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال له لوري د دفتررئیس په توګه د ادارې رئیسانو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او پردنده یې کار پیل کړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی یار له هیواد څخه بهر د ځانګړې (ارشد) کارپوهنې په برخه کې دوه ماسټریانې لري، او له دې مخکې د پوهنې وزارت د یونسکو او آیسیسکو ملي کمیسیون رئیس او د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې لوی ریاست د سرپرست په توګه یې دنده تر سره کړې ده .