د اسلامي امارت د چارو اداره کې د پلټنې پای غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د پلټنې ټیم ګډون درلود د 1444 هـ ق کال د رمضان میاشتې په 13 نېټه د چارو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال عبدالسلام حقاني او نورو غړو سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې مولوي محمدعیسی خان راهب په ادارو کې د پلټنې د بهیر په ترسراوي او نړیوالو معیارونو خبرې وکړې، ورپسې ښاغلي سیدمنان سهار په دې ریاست کې د 6 پروژو په اړه هر اړخیز او تخنیکي معلومات وړاندې کړل، همدارنګه په دې ناسته کې د پلټنې د موندنو په اړه خبرې اترې وشوې.
په پای کې ښاغلي عبدالسلام حقاني په دې بنسټ کې د پلټنې ټیم له شتونه مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د عملي کولو ژمنه یې څرګنده کړه.