د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له عمومي رییس سره ناسته؛

samema.sadat
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۸:۸
SAO

د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ او د دولتي تصدیو او شرکتونو د پلټنې د رییس غلام حیدر رسولي په ګډون د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له عمومي رییس ډاکټر میرویس بهیج او د یاد وزارت د دولتي شرکتونو د څارنې له رییس سید بلال صافي سره د ۴۵ دولتي شرکتونو او یوې تصدۍ د پلټنې اړوند موضوعاتو په اړه چې د پلټنې عالي ادارې له خوا پلټل کېږي، ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې له خوا په دولتي شرکتونو او تصدیو کې د مالي راپور ورکونې د سیسټم رامنځته کولو، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو او د مدیریت او څارنې پر غوره لارو چارو ټینګار وشو.

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رییس ډاکټر میرویس بهیج د دولتي شرکتونو د پلټنې په برخه کې تعهد او ډاډ ورکړ چې د دغه ادارې له سپارښتنو سره سم به د شرکتونو د ارزونې او سیستم جوړونې، د پلټنې په پروسه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، په شرکتونو کې د زړو سیستمونو پر ځای د نویو سیستمونو د کارولو، د IFRS پر بڼسټ د شرکتونو له خوا د معیاري راپورونو د وړاندې کولو او مسلکي کسانو د ګومارلو په برخه کې هر اړخیز ګامونه واخلي.

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS