د پلټنې عالي ادارې؛ د مشرتابه په لارښوونه د وړتیا لوړونې ریاست له لوري د ادارې د بیلابیلو څانګو رییسانو او امرینو لپاره د مسلکي زده کړو یو میاشتنی پروګرام پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۲
54

د پلټنې عالي ادارې؛ دمشرتابه په لارښوونه، تېره ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۴ نېټه، د وړتیا لوړونې ریاست له لوري، د مسلکي زده کړو د پروګرامونو په  دوام ، دا ځل  د ادارې او مديريت اساساتو تر عنوان لاندې، د مختلفو څانګو رئيسانو او نويو ټاکل شويو آمرينو ته د مسلکي زده کړو د يومياشتني پروګرام پرانیسته وشوه. 
د غونډې پیل د دعوت او ارشاد ریاست رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو وکړ، ورپسې د پیل وینا د پلټنې عالي ادارې سرپرست او د مالي او تقنیني اسنادو مرستیال ښاغلي الحاج شیخ مولوي صاحب عزت الله حقاني وکړه، نوموړي دا ډول پروګرامونه د مسلکي زده کړو او تجربو شریکولو په برخه کې اغیزمن او ګټور وبلل، زیاته یې کړه: ددې ادارې دنده پلټنه او له نورو ادارو سره په همغږۍ د سالمې ادارې رامنځته کول، په شرعي بنسټونو ولاړه ښه حکومتولي ده، دې موخې ته درسېدو او له نورو ادارو سره د ښو اړیکو ټینګولو په موخه د مسلکي کدرونو درلودل او روزل یوه اړتیا ده.
ښاغلي حقاني د مسلکي پراختیا له ریاست وغوښتل چې د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره پرله پسې ورته پروګرامونه جوړ کړي، د ټولو څانګو رییسانو په دې برخه کې د ګډون او هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ددې پروګرام ښوونکي سیف الرحمن ابراهیمي هم د ښې حکومتولۍ او په کړنو کې د مسلکي توب په اړوند د لاډيرې همکاري ژمنه وکړه.

5th658

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS