د پلټنې عالي ادارې د دفتر نوي رئیس دنده پېل کړه ۱۹ جمادی الثانی ۱۴۴۳
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د ۱۴۴۳/۶/۱۷ نیټې (۹۱۴) شمیرې حکم له مخې، ښاغلی قاري عبدالحق احساس د یویې غونډې په ترڅ کې چې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلی مولوي قدرت الله جمال، د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال، نجیب الرحمن رحماني، د پلټنې عالي ادارې ارشد سلاکار، فضل الله نظامي او د ادارې ځینو نورو مشرتابه پلاوي ګډون درلود، معرفي او پردنده یې کار پیل کړ.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل او ورپسې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د ادارې عمومي رئیس د ښاغلي احساس ګمارنه په دویمه رتبه بست کې د پلټنې عالي ادارې د دفتر رئیس په توګه نوموړي ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې ښاغلی احساس یو ژمن او مسلکي شخص ده او په اداري برخو کې لازمه کاري تجربه لري او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
همدارنګه د غونډې په لړ کې د ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي نجیب الرحمن رحمانی ښاغلي احساس ته یې د نوې دندې مبارکي څرګنده کړه او د دفتر ریاست یې د ادارې ستون فقرات وباله او په کاري چارو کې ورته د الله (ج) څخه د بریاو هیله وکړه.
د غونډې په پای کې محترم عبدالحق احساس د دفتر ریاست نوي ګمارل شوي رئیس، د ادارې له مشرتابه او د ریاست الوزرآ له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه چې خپل مسوولیت او دنده به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي او د اړونده برخو له همکارانو څخه پدې برخه کې د همکاریو غوښتونکی شو.