د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ ناسته، چې پکې د پلټنې د دې ادارې سرپرست رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي، د مالي او تقنیني اسنادو چارو پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، سلاکارانو، رییسانو او ځینو امرینو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۹ نېټه ترسره شوه.
ناسته کې ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د پلټنې عالي ادارې د کړنو د ښه والي لپاره د رهبرۍ ناستو په ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه: څوک، چې د اسلامي امارت په بدنه کې کار کوي، په حقیقت کې په ټولنیز عبادت اخته دي، مونږ ټول د نظام په خدمت کې یو. د پلټنې عالي ادارې رییس د دې ادارې پلټونکي د ډاکټرانو په څېر وبلل، چې په ادارو کې د فساد ناروغۍ د له منځه وړلو په پار په دنده ګومارل کیږي؛ تر څو عامه ادارې د فساد، غلا او غلطې ګټې اخیستنې څخه پاکې کړي.
همدارنګه په دې ناسته کې په اجنډا کې په شته وو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې، او په اړه یې اړینې پریکړې ترسره شوی.