د پلټنې عالي ادارې د مالیي او د ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو سره د پلټنې د موندنو د تطبیق په اړه غونډه ترسره کړه

samema.sadat
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۳:۴۴
sao

د پلټنې عالي ادارې د۱۴۰۰لمریز کال دغویي د میاشتې په ۲۹ نیټه، د مالیي او د ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو له معینانو او د کورنۍ پلټنې له رئیسانو سره د پلټنې د موندنو د تطبیق په اړه غونډه جوړه کړه .

په پیل کې ښاغلی هارون یاری، د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت) پلټنې ریاست د پلټنې د موندنو د تطبیق او د بنجمارکونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. ورپسې عبدالمحمد تره کي، د پلټنې د موندنو د تعقیبولو او راپور ورکولو ریاست رئیس د موندنو د تطبیق او تحقق د څرنګوالي او د پلټنې عالي ادارې د موندنو د تطبیق دسلنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او په یو ځانګړي راپور کې د ادارو درې کلنې موندنې هغوی ته وړاندې کړې.

sao

دغونډې په لړ کې معینانو، دکورنۍ پلټنې رئیسانو، مالي او اداري رئیسانو د پلټنې د تطبیق په لاره کې شته ننګونو اوستونزو ته اشاره وکړه چې د پلټنې عالي ادارې مسئوولینو له لوري ورته لارښوونې وشوې او د حل لارې چارې ورته ولټولې.

په پای کې یادو وزارتونو ژمنې وکړې تر څو د پلټنې د موندنو د تطبیق په برخه کې به خپلې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS