د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، بلخ ولایت ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۰:۴۶
sad

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سلیم صدیقي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په 16نېټه دبلخ ولایت له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا او تر پلټنې لاندې ولایتي ادارو(بلخ ولایت د ښار او کور جوړولو ریاست,د بریښنا کوډ تصدي, سره میاشت,عامې روغتیا ریاست, د شمال زون د ملي بیمې ریاست) مسوولینو سره بیلا بېلې ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ولایتي مسوولینو ته د پلټنې په تاریخي مخینې، ارزښت  او د پلټنې بهیر کې د نظارت اړوند معلومات وړاندې کړل، او له هغوی یې د پلټنې په بهیر کې د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه په اړونده ولایت کي د توظیف شوو پلټونکو دکارونو کنترول او نظارت  وکړ.
د بلخ والي د نظارت پلاوي له ورتګه مننه وکړه او ولایتي ادارو ته  یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ توصیه وکړه. 

fsdffsdfs

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS