د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، د کندهار ولايت مستوفي سره وليدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري يې د پلټنې عالي ادارې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رييس ښاغلي مولوي نور حيدر صدر کوله او ورسره د ښارواليو د پلټنې برخې امر ښاغلي حليم شکران او په کندهار ولايت کې د پلټونکو ډلې امر ښاغلي قاري طارق عزيز صديقي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الاول په ۲۶ نېټه د کندهار ولايت مستوفي ښاغلي الحاج ملا حکمت الله اخند (محمد رفيق) سره وليدل.
په ياده ليدنه کې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، د سفر موخه په ادارو کې د ستونزو حل او همغږي را منځ ته کول ياد کړل، زياته يې کړه: د پلټنې اصلي موخه په ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي.
د غونډې په پای کې د کندهار ولايت مستوفي د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي له ورتګ خوښي څرګنده کړه او پلټنه يې د ستونزو حل او له عامه شتمنيو ساتنه ياده کړه، نوموړي له پلټونکو سره د پلټنې په بهير کې د همکارۍ ژمنه وکړه.