د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي د باميانو والي او نورو اړونده مراجعو له مسئولينو سره وليدل
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پلټنې د موندنو د تعقيب او راپور ورکونې رئيس ښاغلي مولوي سعدالدين سعدي، د زراعت او زيربنا سکتور د پلټنې آمر ښاغلي ضيا الدين احمدي او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول په ۱۹ نيټه د باميان ولايت د والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي، د ولايت معاون مولوي انس عزيز، د زراعت رئيس ښاغلي ګلاب الدين ذبيح الله، د استخباراتو رئيس مولوي محمد ابراهيم تايب، شاروال مولوي روزي محمد او يو شمير نورو ولايتي رئيسانو او مسئولينو سره د ولايت په مقام کې غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل او ورپسې د باميانو ولايت والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي د پلټنې عالي ادارې څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پلټنې عالي ادارې کارونه يې په امارتي ادارو کې د ښه والي او نواقصو د لمنځه وړلو په پار يو لازمي او مهم کار وباله.
ښاغلي مولوي الهام الدين عمر بيا د پلټنې عالي ادارې په تاريخي مخينې، اهدافو او د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه: د پلټنې عالي ادارې دنده په امارتي ادارو کې د چا تحقيرول ندې بلکې د شته نقصاناتو او نيمګړتياوو پيدا کول او له منځه وړل دي، ترڅو د ادارو په کارونو کې ښه والې او لا شفافيت رامنځته شي. نوموړي همدا راز د ولايتي ادارو څخه د پلټنې د موظف شوي پلاوي سره د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د باميانو والي اړونده ادارو ته دنده ورکړه ترڅو د پلټنې پلاوي سره هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.