د پلټنې عالي ادارې د څارنې ټیم په لغمان ولایت کې د ارزونې لاندې ادارو نه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۴:۹
42

په ولایاتو کې د بیا ارزونې له ټیموننو د پلان شویو څارونو په لړ کې، دا ځل د څارنې پلاوي چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمد غازي، د طبعي سرچینو د پلټنې د سکټور رییس ښآغلي وحیدالله پویا او د بهرنیو مرستو امر بشیراحمدرشیدي د لغمان ولایت د ښاروالۍ، عامي روغتیا ریاست، ښآرجوړونې، او لغمان پوهنتون څخه د پلټونکو د کړنو څخه د څار او د هغوی د ستونزو د حلولو په پار او د مالي او حسابي بیا ارزونې په چارو کې ددې ولایت د پلټنې د جریان په پار نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۸ د ۱۴۴۴ هـ ق محرم الحرم په ۸ څارنه وکړه.

32

د پلټنې د پلاوي له ارزونو سربېره د څارنې پلاوي د لغمان په سیمه ایئزو ادارو کې د پلټونکو د کړنو لپاره اصلاحي لارښودونه هم وړاندې کړل، ددې په دوام په ادارو کې د پلټنې جریان د ښې همغږۍ په پار د لغمان له والي او نورو مسولینو سره لیدنې هم وکړې، او د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو او د اسلامي امارت د ارمانونو د پلې کېدا په پار یې د پلټنې په رول ورته لازم وړاندیزونه وکړل.
د لغمان ولایتي مسولینو یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ټاکل شوي پلاوي ته د پلټونکو له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د ارزونې په چاره کې یې ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړ

43

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS