د پلټنې عالي ادارې رييس په مسکو کې د افغانستان سفارت د پلټنې ډلې سره له راستنيدو وروسته وليدل
د پلټنې عالي ادراې رييس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۷ نېټه په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د پلټنې ډلې سره له راستنيدو وروسته وليدل.
ياده ليدنه کې د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، په روسيې ( مسکو ) کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د پلټنې بهير په اړه مشرتابه ته راپور وړاندې کړ.
د پلټنې عالي ادارې رييس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د پلاوي راپور واوريد او په روسیه کې یې د افغانستان سفارت د پلتلو په بهیر کې د دوی هڅې وستايلې او په چارو کې یې ورته د لا بريا هيله څرګنده کړه.