د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه
د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د کورنۍ پلټنې او له کیفیته د ډاډ رییس ښاغلي مولوي عبدالهادي امین، د یادې کمېټې غړو او د پلټنې سکټوري رییسانو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ د شوال په ۲۶ نېټه جوړه کړه.
ناسته د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د ټاکل شویو ګروپونو د کړنو له کیفیته د ډاډ میاشتنی راپور د کورنۍ پلټنې او له کیفیته د ډاډ رییس له لورې وړاندې شو، چې په اړه یې د کمېټې د رییس له لوري پریکړه وشوه.