د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کابل ولايت پوهنې رياست کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پوهنې، روغتيا او کلتور د برخې پلټنې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي او د پلټنې پلاوي نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۲۱ نېټه د کابل ولايت پوهنې رييس ښاغلي مولوي عبدالحق حقاني او د ياد رياست له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
په ياده غونډه کې ټاکل شوي پلاوي مسوولينو ته د اسلامي شريعت او د هېواد ټاکل شويو قوانينو په رڼا کې د پلټنې په ارزښت او په ادارو کې د اصلاحاتو رامنځ ته کولو او د بوديجې د سم مصرف کولو په اړه اړين معلومات وړاندې کړل او د ياد رياست له مسوولينو يې د پلټنې په پار د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای د کابل ولايت پوهنې رياست رييس د پلټنې ټاکل شوي پلاوي له لېدو خوښوي څرګنده کړه او پلټنه يې په ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه ضروري وګڼله او له پلټونکو سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.