د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ په افسوتر دولتي شرکت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر کوله ورسره د دولتي شرکتونو د پلټنې برخې رييس ښاغلي حميد الله فقيري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۲۱ نېټه د افسوتر دولتي شرکت رييس ښاغلي مولوي شفيق الله شهيدخيل او د ياد شرکت له نورو مسوولينو سره ولېدل.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې ښاغلي عمر د پلټنې ډلې غړي مسوولينو ته وروپېژندل او ګډونوالو ته يې په مسووليتونو، فعاليتونو، موخو او تر پلټنې لاندې ادارو په اړه معلومات وړاندې کړل نوموړي زياته کړه: د پلټنې عالي ادارې پلټونکي تر پلټنې لاندې ادارو د پلټنې پلي کيدو وروسته د هغوی نيمګړيتاوې د اصلاح په موخه ور په ګوته کوي.
په پای کې د افسوتر دولتي شرکت رييس ښاغلي شهيدخيل د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي څخه مننه وکړه او پر وخت يې د استعلامونو د ځوابولو ډاډ څرګند کړ.