د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ برښنا شرکت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۲:۵۴
sdas

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د عملکرد او چاپیریال ساتنې برخې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه، د برښنا شرکت له مالي او سرپرست عمومي اجراییوي رئیس ښاغلي مولوي محمد رسول جواد او نورو کارکونکو سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې پلاوي د پلټنې په بهیر کې د یاد شرکت له کړې همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: پلټنه هغه بهیر دی، چې ادارې د پلټونکو د اصلاحي سپارښتنو د عملي کولو په پایله کې خپلې ستونزې او نیمګړتیاوي له منځه وړي.
همدارنګه پلاوي د یاد شرکت د مسوولینو د نظر اخیستلو په پار د پلټنې د موندنو د راپور مسودې یوه کاپي ورسره شریکه کړه.
پای کې د برښنا شرکت مسوولینو د پلټنې عالي ادارې له ګټورو هڅو مننه وکړه او د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدو ژمنتیا یې څرګنده کړه. 

saddddd

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS