د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د تهیه مسکن روزنتون په ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د تهیه مسکن روزنتون رییس ښاغلي الحاج محمد اصغر صفدري او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته د مبارک قران په ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي اسدالله حیدري د پلټنې عالي ادارې په موخو، مسوولیتونو او د فساد مخنیوي کې د پلټنې عالي ادارې پر ونډې خبرې وکړې، نوموړي د یاد ریاست له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې پر وخت د اسنادو او استعلامونو ځوابولو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې د تهیه مسکن روزنتون مسوولینو پلټونکو ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې بهیر یې د عامه شتمنیو ساتنې په پار اړین وباله او په دې موخه یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.