د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د جلال اباد ښاروالۍ له اتمې ناحیې څخه لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې آمر ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني او نورو پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال دجمادي الثاني په ۲۶ نېټه د ننګرهار ښاروالۍ اتمې ناحیې امر ښاغلي انداز خان او نورو مسوولینو په شتون کې یاده ناحیه له نږدې ولیدله.
په دې لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ناحیې د عوایدو راټولولو لړۍ له نږدې وڅارله او مسوولینو ته يې د چارو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د یادې ناحیې مسوولینو د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه، او ورته شوې لارښوونې یې د چارو د سمښت په پار ګټورې وبللې.