د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د جلال اباد ښاروالۍ له نهمې ناحیې څخه لیدنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۵:۱۷
dfgs

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني کوله او ورسره د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۱ نېټه، د جلال اباد ښاروالۍ د نهمې ناحیې امر ښاغلي استاد ګل منیر ارمان او نورو مسوولینو سره ولیدل.
د ناستې په لړ کې ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو، موخې او د پلټل کېدونکې ادارې په مکلفیتونو خبرې وکړې، او له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادولو ده، چې پلاوي د یادې ناحیې د مسوولینو چارې له نږدې ولیدلې او ورته یې د سمښت او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار اړینې مشورې وړاندې کړې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS