د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د معلولینو او معیوبینو بیارغونې روغتون کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۳۶
fdgd

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې دلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۵ نېټه، د معلولینو او معیوبینو د بیاروغونې روغتون سرطبیب ښاغلي دوکتور عبدالهادي صدیقي او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د معلولینو او معیوبینو د بیارغونې روغتون مسوولینو څخه د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدو ژمنتیا یې څرګنده کړه.
پای کې د یاد روغتون سرطبیب خپلو اړوندو مسوولینو ته د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو لارښوونه وکړه او د پلټنې عالي ادارې چارې یې نورو امارتي بنسټونو او خلکو ته د ادارو د ځواب ورکولو په برخه کې اړینې وبللې او د دې ادارې پلټونکي یې مسلکي او په کار پوه همکاران یاد کړل.

dfgdgsdfsdf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS