د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې مشري یې ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني کوله، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۳ نېټه، د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمدصادق هاشمي او نورو مسوولینو سره ولیدل او د پلټنې په اړه یې په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.