د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل هوایي ډګر په ګمرک ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجاز الحق عزیزي، د پلټنې ډلې امر ښاغلي مولوي محمدسلیم صدیقي او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په په ۲۷ نېټه د کابل هوایي ډګر د ګمرک ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي سید کاظم عمر او نورو کارکونکو سره په دې ریاست کې د پلټنې د پېلېدو په پار ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې بنسټیزه او اصلي موخه د ادارو د ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندل او ورته حل لارې وړاندې کول وګڼل، او د پلټنې په بهیر کې یې د پلټونکو په مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
پای کې د کابل ګمرک مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.