د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ولایت پوهنې ریاست کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې له کاري چوکاټ سره سم؛ د دې ادارې پلاوي، چې پکې د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۴ نېټه، د کابل ولایت د پوهنې ریاست له تدریسي مرستیال ښاغلي مولوي فضل الهادي اخندزاده او نورو مسوولینو سره ولیدل. ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د یاد ریاست له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: پلټنه د نیمګړتیاوو او ستونزو د معلومولو او له منځه وړلو هغه بهیر دی، چې ادارې یې د پلټونکو د اصلاحي سپارښتنو د عملي کولو په پایله کې ترلاسه کوي. همدارنګه ناسته کې دواړو لوریو د پلټنې د موندنو د راپور په مسودې هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې د کابل ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له ګټورو هڅو مننه وکړه او مسوولینو ته یې دنده وسپارله، څو د پلټنې د موندنو د راپور مسوده ولولي او په اړه یې خپل نظر وړاندې کړي.