د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په لسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدحسن موسی زي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۴ نېټه، د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحیې رییس ښاغلي مولوي نورالوهاب نوري او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په موخو، ارزښت، د امارتي مسوولینو په حساب او ځواب ورکونې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحیې رییس پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.