د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښارولۍ په ديارلسمه ناحيه  کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۴۷
sdgsf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ښارواليو د پلټنې برخې رييس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال، د ذوالقعدې په ۲ نېټه، د کابل ښاروالۍ ديارلسمې ناحيي رييس ښاغلي مولوي عبدالصمد عابد، د يادې ناحيې مرستيال ښاغلي مولوي محمد خان ايوبي او نورو کارکونکو سره د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې پلاوي ګډونوالو ته د پلټنې عالي ادارې په کړنو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه په امارتي نظام کې هېواد ته خدمت کول سپيڅلي جهاد سره ورته والی لري، ديادي ناحيې له مسوولينو يې وغوښتل، چې د پلټنې په بهير کې دې له پلټونکو سره همکاري ترسره کړي ترڅو د استعلامونو په وخت ځوابولو کې اسانتيا رامنځ ته شي.
د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ ديارلسمې ناحيې مسوولينو د پلټنې عالي ادارې ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پلټنې عالي ادارې له کړنو يې خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهير کې يې پر وخت د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

dfafxzcsdf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS