د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کندهار والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې ښاغلي مفتي عزیز الرحمن حقاني کوله او ورسره د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۲ نېټه د کندهار والي ښاغلي ملا شیرین اخند او نورو مسوولینو سره له کډوالو سره د شویو مرستو د پلټنې په پار ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کندهار والي سره له کډوالو سره د شویو مرستو د لګښت او پلټنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او پلټنه یې له بیت المال او عامه شتمنیو څخه د ساتنې په پار اړین امر وباله او په دې بهیر کې یې له نوموړي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندهار والي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې عالي ادارې چارې د امارتي ادارو د لا پیاوړتیا او مسلکي کولو په پار ګټورې وبللې او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.