د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کور او ښار جوړولو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
![sdsdf](/sites/default/files/2024-05/shhr_sazy_4.jpg)
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او کرنې برخې د پلټنې رییس ښاغلي وحیدالله پویا او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۹ نېټه د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمد الله نعماني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
د ناستې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کور او ښار جوړولو وزارت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو په اړه یې د هغوی پوښتنو ته مسلکي ځوابونه وړاندې کړل، همداراز د هغوی د نظر اخیستلو په پار یې ورسره د پلټنې د موندنو د راپور مسوودې یوه کاپي هم ورسره شریکه کړه.
د ناستې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدو ژمنتیا یې څرګنده کړه.
![vcbdgf](/sites/default/files/inline-images/%D8%B4%D9%87%D8%B1%20%D8%B3%D8%A7%D8%B2%DB%8C%202_0.jpg)
![sdfsdf](/sites/default/files/inline-images/%D8%B4%D9%87%D8%B1%20%D8%B3%D8%A7%D8%B2%DB%8C%201.jpg)