د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په سمنګانو ولایت کې د پلټل شویو ادارو مسوولینو سره د پلټنې پای غونډې جوړې کړې
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې مشري یې د سمنګانو ولایت لپاره د پلټنې ډلې امر ښاغلي قاري انجینر نورالهدا صاحبزاده کوله د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمضفر میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نېټه د سمنګانو ولایت د ټولګټو ریاست رییس ښاغلي ملاانجینر رییس اغا ، ددې ادارې له نورو مسوولینو، ښاروال ښاغلي مولوي نصیراحمد کامیاب، ددې ادارې کارکونکو، د عامې روغتیا ریاست مرستیال ښاغلي ډاکټر سراج الدین نظري او ددې ادارې له نورو مسوولینو سره د بیلا بیلو ناستو په لړ کې ولیدل.
ناستو کې د پلټنې پلاوي د پلټل شویو ادارو له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د راپور د مسودې یوه کاپې یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
د پلټل شویو ادارو مسوولینو د پلټنې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د پلي کولو ژمنتیا څرګنده کړه.