د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
dsdf

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس ښاغلي وحيد الله پويا د پلټنې ډلې آمر او پلټونکو ګډون درلود، د ١٤٤٥ هـ ق کال د شوال په ٨ نېټه، د اقتصاد وزارت سرپرست ښاغلي الحاج قاري دين محمد حنيف، مرستيالانو، رييسانو او دياد وزارت له نورو مسوولينو سره وليدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د ياد وزارت له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او پرې يې د موندنو او سپارښتنو عملي کولو ټينګار وکړ.
د غونډې په پاى کې د اقتصاد وزارت سرپرست ښاغلي الحاج قاري دين محمد حنيف د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي له هڅو مننه وکړه او ګمارل شوي کميسيون ته يې دنده و سپارله د پلټنې عالي ادارې د موندنو راپور ولولي او په اړه يې لازم تصميمونه ونيسي.

dsfsdfghfhggdfg

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS