د پلټنې عالي ادارې ګومارل شوي پلاوي؛  د کابل ښاروالۍ په شپاړلسمه ناحیه کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۸:۵۱
vrte

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي کوله، ورسره مل پلاوې د کابل ښاروالۍ د شپاړلسمې ناحیې له رییس ښاغلي مولوي محمدعارف کمالي او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان میاشتې په ۵ نېټه د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي د ښاروالیو د پلټنې رییس په خپلو خبرو کې د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: خوښ یم، چې فرصت لاس ته راغلی، چې په شپاړلسمه ناحیه کې د قانون او مقرراتو پلټنې موندنې او سپارښتنې چې د پلټونکو له لوري ترلاسه شوي سره شریکوو، چې د کارونو د لاښه والي سبب شي.
ورپسې ښاغلي مولوي محمدعارف کمالي د شپاړلسمې ناحیې رییس د پلټنې ټیم د هڅو او کوښښونو مننه وکړه او زیاته یې کړه: نظامونه هغه وخت بریالي او دوامداره کیږي، چې د هېواد له کورنیو عوایدو ګټه واخلي چې دا چاره د هېوادونو د پرمختیا سبب کیږي.

fgh67uuu

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS