د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمېټې غونډه تر سره شوه
د ښاریانو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې نهمه غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په لومړۍ نیټه د کړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال او د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس ښاغلی سید بلال هاشمي په مشرۍ او د دې کميټې د غړو په ګډون د پلټنې عالي ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
دښاریانو چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس د غونډې کډونوالو ته د مشارکتي ګډو پلټنو د ارزښت او اهمیت اوپه مشارکتي پلټنو کې د مدني ټولنو د استازو د ګډون او ونډې د ښاریانو شکایتونو ته د رسیدلو او دهغو د وړاندیزونو په اړه یې وینا وکړه.
د اجنډا له مخې د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې د تیرو غونډو د پریکړو د تطبیق په اړه راپور وړاندې شو. او ورپسې د کمېټې غړو د پلټنې د راپورونو، د ښاریانو موندل شویو شکایتونو د ورستي کیدلو اوخپرولو د څرنګوالي په اړه چې د اجنډا موضوعګانې وې،خبرې پرې وکړې او د غونډې ګډونوالو په خپل نوبت سره خپل وړاندیزونه او نظرونه د یادې موضوع په اړه وړاندې کړل. او پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول. په پاي کې اړونده برخو ته لارښوونه وشوه، تر څو د کمیټې د پرېکړې له مخې په ټاکلي وخت کې کړنې تر سره کړي.