د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د همغږۍ او پلټنې پرانیست غونډه، په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوه.
د پلټنې عالي ادارې د کاري پروسېجر په پام کې نیولو سره، د دې ادارې ګمارل شوي پلاوي، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په ۲۸ نېټه، د پلټنې عالي ادارې د حقوقي سلاکار محترم مولوي نور حیدر صدر، د قانون حاکمیت او د حکومتدارۍ سکټور پلټنې رییس محترم محمد نسیم سحر او د پلټنې د پلاوي نورو غړو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي رحمت الله فضیل سره د همغږۍ او د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
لومړی محترم مولوي نور حیدر صدر د پلټنې عالي ادارې د موخو، صلاحیتونو او مسوولیتونو او د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ د تر پلټنې لاندې ادارو په مکلفیتونو اړین معلومات وړاندې کړل، او نوموړي وویل: د دې ادارې پلټونکي به تاسو سره د همکارانو په حیث وي. وروسته محمد نسیم سحر د عامه سکټور په ادارو کې د پلټنې د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د تر پلټنې لاندې ادارې څخه يې د پلټنې پر مهال د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي مولوي رحمت الله فضیل وویل: پلټنه د اداراتو لپاره يو لارښود دی، چې په ادارو کې د نیمګړتیاوو او کمیو د له منځه وړلو په برخه کې په اداراتو کې ترسره کېږي. همدا شان يې د پلټنې ګمارل شوي پلاوي سره د پلټنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.