د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په لومړۍ ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۹ نېټه د کابل ښاروالي د لومړۍ ناحیې له رییس ښاغلي مولوي محمدعالم او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په ارزښت، موخو او لاسته راوړنو خبرې وکړې او د یادې ناحیې له مسوولینو یې د پلټڼې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي محمدعالم د پلټنې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.