د پلټنې عالي ادارې نظارت پلاوي، په کونړونو ولايت کې تر پلټنې لاندې ادارو ليدنه وکړه.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۳:۴۸
fgdg

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې او له کيفيته د ډاډ رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالهادي امين، د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سليم صديقي، د پوهنې، روغتيا او کلتور د پلټنې برخې امر ښاغلي محمد وسيم احمدي، د اطلاعاتو او اړيکو امريت د نشراتو برخې مدير صديق الله طوطاخيل او پلټونکو ډلې ټيم ګډون درلود د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول په ١٩ نېټه د کونړونو ولايت د عامې روغتيا رياست له مرستيال ښاغلي عتيق الله شينواري، د ښاروالۍ رييس ښاغلي مولوي نظر محمد عتيق، د علماوو شورا استازو او د ياد ولايت له بېلا بېلو ادارو مسوولينو سره ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، مسوولينو ته د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل د پلټنې عالي ادارې کړنې يې خورا اړينې وګڼلې او د اړوندو ادارو له مسوولينو يې و غوښتل، چې له پلټونکو سره د پلټنې په بهير کې لا ډېره همکاري وکړي.
په پاى کې د کونړونو ولايت مسوولينو د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او له پلټونکو سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه وکړه.   

tgfdgd

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS