د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر ، د کړنو او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۵ د کابل نړیوال هوایي ډګر مرستیال ښاغلي مولوي محمدیاسین ثاقب او نورو مسوولینو سره ولیدل.
پیل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل نړیوال هوایي ډګر له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: مونږ مسوولیت لرو، چې له پلټل کېدونکو ادارو سره یو ځای کار وکړو، څو د فساد مخنیوي وشي او کاري نیمګړتیاوې په نخښه او د له منځه وړلو په پار یې کوټلي ګامونه واخیستل شي، او د پلټل کېدونکو ادارو مسوولینو ته پکار دی، چې د استعلامونو په ځوابولو او اسنادو په وړاندې کولو کې بې غوري ونکړي.
د غونډې په دوام ښاغلي مولوي محمدیاسین ثاقب د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې همکاران په دې موخه راغلي تر څو زمونږ تېروتنې پیدا او مونږ ورته متوجه کړي، مونږ به د دوی په وړاندیزونو سره په راتلونکي کې ستونزې حل کړو.
د ناستې په پای کې د راپور د مسودې یوه کاپي د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه شوه.