د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ننګرهار ولایت کانونو د ساتونکو له سل کسیزې قطعې له نږدې لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني، محمد داوود عثماني او میر صفي الله رحیمي ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۵ نېټه د ننګرها ولایت د کانونو رییس ښاغلي مولوي عبدالمجید قیام او د ننګرهار ولایت د کانونو د ساتنې ځانګړې سل کسیزې قطعې قوماندان ښاغلي مجاهدالله سجاد سره یو ځای د نفرایټو له کان او د ساتونکو له سل کسیزې قطعې لیدنه وکړه.
دا چې د ریاست الوزرا په امر یاده قطعه د ننګرهار ولایت د کانونو د ساتنې په پار ګومارل شوې ده، د پلټنې عالي ادارې ځانګړي پلاوي یې چارې له نږدې وڅارلې او ورته یې د پیسو د سم لګښت او د چارو د سمو پر مخ بیولو لپاره اړینې لارښوونې وکړې.