د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ په دارالايتام رياست کې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې د دفاعي، امنيتي او ټولنيزخونديتوب د پلټنې برخې امر ښاغلي احمد نويد واحدي او دپلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۲۵ نېټه د دارالايتام رياست امر ښاغلي مولوي صدراعظم او د ياد رياست نور غړو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
په ياده غونډه کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دارالايتام له مسوولينو پر وخت د استعلامونو ځوابولو او د پلټنې په برخه کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې بهير يې په ادارو کې د عامه بوديجې سمې استفادې په موخه ارزونه ياده کړه ترڅو د امارت لوړپوړو چارواکو ته د عامه بوديجې د سم لګښت په اړه ډاډ ورکړي.
د غونډې په دوام د دارالايتام مسوولينو د پلټنې ټاکل شوي پلاوي، څخه د مننې ترڅنګ وويل د پلټنې عالي ادارې کارکوونکي په دې موخه راغلي، چې په دې رياست کې د پلټنې پلې کولو له لارې شته نيمګړتياوې را په ګوته او په راتلونکي کې يې د پلټنې عالي ادارې د حکمونو په رڼا کې حل کړو.