د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کابل ولايت ارشاد، حج او اوقافو رياست کې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د پوهنې، روغتيا او کلتور برخې دپلټنې امر ښاعلي مولوي صبيح الدين مصباح او د پلټنې ډلې غړو ګدون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۷ نېټه، د کابل ولايت ارشاد، حج او اوقافو رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالواسع اخندزاده او نورو مسوولينو سره د پلټنې راپور د مسودې د ارزونې په اړه ولېدل.
په پيل کې ټاکل شوي پلاوي د کابل ولايت ارشاد، حج او اوقافو رياست له مسوولينو د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: پلټنې د ستونزو د حل د نيمګړتياوو راکمولو او د نيمګړتياوو په ډاګه کولو پروسه ده ترڅو د پلټونکو د سپارښتنو په رڼا کې ستونزې حل شي او تر پلټنې لاندې مرجع يې غوښتنه وکړه ترڅو د پلټنوکو وړانديزونه تطبيق کړي.
ورپسې ښاغلي مولوي عبدالواسع اخندزاده د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له ګټورو هڅو مننه وکړه او مسوولينو ته يې دنده وسپارله، چې د پلټنې راپور ولولي او د پلټنې د پايلو په اړه دې خپل نظر څرګند کړي.