د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د حکومتولۍ قانون حاکمیت او دسکتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي نثار احمد ثبات، د فورنزیک او ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي مفتي فضل الحق قاسمي او د عوایدو برخې پلټونکي ښاغلي مولوي محمدافسر مجاهد ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۵ نېټه، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست قونسل ښاغلي مولوي محمد رضا رحماني او نورو دیپلوماټانو او کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي له هېواده بېرون د اسلامي امارت د سیاسي استازولیو د عوایدو او لګښتونو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په پار د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ مسوولینو د پلټڼې پلاوي له لیدنې خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.