د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ابن سینا مرکزي روغتون ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري، د پوهنې روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۴ نېټه، د ابن سینا مرکزي روغتون رییس ښاغلي ډاکټر فریدون رحماني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د دې ادارې په موخو صلاحیتونو او مسوولیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یاد روغتون له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې د یاد روغتون مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.